د بېځایه شویو نړۍوال سازمان تازه په یوې خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ غوښتي، چې په قرغزستان کې د افغان پناه غوښتونکو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.
یاد سازمان نن دوشنبه د ( چنګاښ ۲۳مه) پر اېکس پاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په قرغزستان کې افغان پناه غوښتونکي له ګڼو ننګونو سره مخامخ دي او دغه وضعیت د منلو نه دی.
په خبرپاڼه کې په قرغزستان کې د افغان پناه غوښتونکو کم شمېر ته په اشارې سره ویل شوي، چې په درېیمو هېوادونو کې د دوی بیا مېشتېدل دومره ستونزمنه چاره نه ده او د کډوالو عالي کمېشنري باید له ځنډ پرته د دوی د ستونزو حل لپاره ګامونه پورته کړي.
په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي، چې دا مهال څومره افغان پناه غوښتونکي په یاد هېواد کې مېشت دي؛ خو نیوکه شوې، که څه هم دغه پناه غوښتونکي له کلونو راهیسې په قرغزستان کې مېشت دي؛ خو له یاده اېستل شوي دي.
د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې؛ دوی په قرغزستان کې شاوخوا ۲۳۶۸۱ ثبت شوي پېښې لري چې ډېری یې افغان پناه غوښتونکي دي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې په اندونیزیا او هند کې هم د افغان پناه غوښتونکو د ستونزو او کړاو په اړه راپورونه خپاره شوي او په یادو هېوادونو کې افغانانو د ملګرو ملتونو دفترونو مخې ته لاریونونه هم کړي دي.
دوی وایي، چې کلونه کېږي په یادو هېوادونو کې بې برخلیکه پراته دي او درېیمو هېوادنو ته یې د لېږد چارې مخ ته نه دي تللې.