د افغانستان د ازادۍ جبهې دوشنبه (د چنګاښ ۳۰مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د کندوز ولایت د امر بالمعروف مشر ملانجیب الله غفوري پر استوګنځي یې برید کړی او دوه طالبان یې وژلي او یو بل ټپي دی؛ خو تر دې مهاله د ملا نجیب غفوري د مرګ او ژوند په اړه معلومات نهلري.
طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.
دغې جبهې تر دې وړاندې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې لهخوا د ښځو د خپلسرو نیونو، ځورونو، تښتونې او د دوی پر وړاندې د ناروا چلند په غبرګون خبرداری ورکړی و، چې د طالبانو د یادې ادارې ظالمانه، غیرانساني او جنایتکار اعمال به بېځوابه نه پاتې کېږي.