له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان وايي، چې افغان خبریالان د افغانستان په ګاونډیو او په ځانګړې توګه پاکستان او ایران کې له جدي ننګونو سره مخامخ دي او دغه وضعیت دوی سخت اندېښمن کړي دي.
د یاد سازمان له لوري نن سې شنبه د ( چنګاښ ۳۱مه) په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان خبریالان په پاکستان کې او ایران کې له خپلسرو نیونو، ګواښونو، په جبري توګه د ستنولو او له ټولو لومړنیو حقونو بې برخې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې خبریالان د بیان ازادۍ، مسلکي فعالیتونو او د سانسور پر وړاندې د مقاومت له امله له هېواده وتلي؛ خو اوس په داسې شرایطو کې ژوند کوي، چې ژوند یې له جدي ګواښ سره مخامخ دی.
په پاکستان کې د ویزو د تمدید لړۍ بندېدل هم د اندیښنې وړ بلل شوي او د خبریالانو د ملاتړ سازمان وايي، چې دې چارې ډېری خبریالان په دغه هېواد کې له پراخو ستونزو سره مخ کړي دي.
په خپرپاڼه کې د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د بیان ازادۍ د ملاتړ له ټولو بنسټونو غوښتنه شوې، چې له افغان خبریالانو سره د ستونزو په حل کې بېړنۍ مرستې وکړي او خپل مسوولیتونه دې ادا کړي.
یاد سازمان زیاته کړې، چې دغه بنسټونه باید نورو هېوادونو ته د خبریالانو د اېستلو، جبري ستنولو د مخنیوي، د ویزو د تمدید او نورو لومړنیو اسانتیاوو ته د لاسرسي په برخو کې له ځنډ پرته ګامونه پورته کړي.
د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان د خبرپاڼې په پای کې ژمنه کړې، چې د خبریالانو د ژغورنې لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې په دې برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.