د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وایي، چې د روسیې له لوري له طالبانو سره د اړیکو پراخېدل باید یوازې د ډیپلوماسۍ له زاویې ونهکتل شي، بلکې دا بهیر د سیمهییز امنیت د یوې ژورې اندېښنې په رڼا کې درک شي.
اندرابي په یوې څېړنیزه مقاله کې چې د «چېپر بریف» په نامه انګلیسي وېبپاڼې خپره کړې ویلي، د روسیې د استخباراتي او ترهګرۍ ضد کړیو له لوري داسې راپورونه خپاره شوي، چې په افغانستان کې د بهرنیو جهادي ډلو فعالیت په بېساري ډول زیات شوی او دا ډلې اوس له هر ډول خنډ پرته فعالیت کوي.
هغه زیاته کړې، چې مسکو له اوږدې مودې راهیسې ادعا کوي چې داعش-خراسان څانګه او ورسره تړلې ډلې له لوېدیځو استخباراتي شبکو پټ ملاتړ ترلاسه کوي. که څه هم دا ادعاوې تر ډېره مبالغه ګڼل کېږي، خو د کرملین د ژورې ستراتېژیکې د وېرې سرچینه هم جوړوي.
په مقاله کې راغلي، استخباراتي موندنې ښيي چې د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کې چې له منځنۍ اسیا سره ګډې پولې لري، د بهرنیو وسلهوالو حضور زیات شوی.
روسیه اندېښنه لري، چې د افغانستان ناامني نه یوازې د همدې هېواد لپاره، بلکې د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان لپاره هم یو مستقیم ګواښ دی. دا درې واړه هېوادونه له روسیې سره تاریخي اړیکې لري او له کورنیو سیاسي ناپایداریو هم رنځ وړي.
اندرابي په خپله مقاله کې زیاتوي، چې د روسیې له لوري له طالبانو سره تماس یوازې د سیاسي رسمیت موضوع نه ده، بلکې موخه یې د استخباراتي لاسرسي زیاتول، د څارنې شبکې پراخول او لږ تر لږه د معلوماتو شریکولو میکانېزمونه جوړول دي. د مسکو لپاره طالبان شاید یو تاکتیکي درد وي، خو بهرني جهادي ځواکونه یو ستراتېژیک تهدید ګڼل کېږي.
هغه لیکي، چې طالبان هڅه کوي د هر لوی قدرت تعامل د نړۍوال رسمیت نښه وښيي.
دغه ډله چې په هېواد دننه له مشروعیت څخه بېبرخې ده او له زور سره یې واک نیولی، بهرنی تعامل د مشروعیت د ترلاسه کولو لنډه لاره ګڼي، پرته له دې چې پوه شي مقابل لوری کومه موخه لري.
د طالبانو لپاره دا مهمه نه ده چې روسیه امنیتي اندېښنه لري که ستراتېژيک توازن، بلکې دا ورته ډېره مهمه ده چې دا تعامل څنګه خلکو ته وړاندې کړي. همدغه فکري نابرابري ډېره ګواښونکې ده؛ ځکه چې بهرنیو هېوادونو له طالبانو سره هر ډول تخنیکي همغږي د دوی له لوري د حکومت ملاتړ تعبیرېږي.
مقاله کې راغلي دي، چې په دې حالاتو کې داسې اندېښنې هم شته چې چین ښايي د روسیې پر نقش قدم لاړ شي. خو د چین دریځ له روسیې سره توپیر لري. د بېجینګ اساسي اندېښنه د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ له وسلهوالو پورې تړلې ده، چې ډېری یې له کلونو راهیسې په افغانستان کې پټ دي.
بلخوا، چین د نړۍوالو سیالیو په ځانګړې توګه له امریکا سره د اقتصادي او تخنیکي برلاسۍ په سیالۍ کې ښکېل دی. د دې ستراتېژۍ په چوکاټ کې افغانستان ته یو ثانوي اهمیت ورکوي.
د مقالې له مخې، تر هغه چې چین وکولای شي د خپل لوېدیځ سرحد امنیت د مالي فشار، تجارتي لارو او استخباراتي همکارۍ له لارې تامین کړي، هغوی د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره هېڅ بېړنۍ اړتیا نه ویني، ځکه داسې ګام د چین لپاره ډېپلوماټیک لګښت لري، خو ستراتېژیکه ګټه نه لري.
د افغانستان د جمهوري نظام یاد پخوانی وزیر په خپله مقاله کې له دې اړیکو څخه راپورته کېدونکو ګواښونو ته ګوته نیسي او وایي، که څه هم روسیه او چین دا تعامل د امنیتي اړتیاوو له مخې توجیه کوي، خو دا ډول اړیکې د نړۍوالې اجماع لپاره پراخ سیاسي او اخلاقي ګواښونه رامنځته کوي.
لومړی، دا به هغه اصل له منځه یوسي چې رسمیت باید له ټولګډونه حکومت، د بشري حقونو رعایت او له ترهګرۍ سره د ریښتینې مبارزې سره مشروط وي. دویم، د طالبانو له لوري د زور له لارې واکمنۍ ته مشروعیت ورکول به د افراطیت او استبداد ترویج ته لاره هواره کړي او ښايي نورو ورته خوځښتونو ته هم په زور د واک نیولو جرات ورکړي.
درېیم، له طالبانو سره هر ډول استخباراتي تعامل یا پټه همغږي باید واضحه تشرېح شي چې دا ډیپلوماسي نه ده، بلکې یوازې د ترهګرۍ د مهار هڅه ده. که دا وضاحت ورنه کړل شي، نو د طالبانو حاکمیت ته مشروعیت ورکول کېږي، په ځانګړې توګه د رسنیو او عامه ذهنیت په فضا کې.
اندرابي زیاتوي، چې د روسیې له لوري د طالبانو سره تماسونه د کومې ایډیولوژۍ ګډوالۍ نه، بلکې د ستراتېژیکې وېرې نښه ده. افغانستان د طالبانو تر ولکې لاندې ورځ تر بلې یو بېنظم او له واکدارۍ په خلاصه فضا ته بدلېږي؛ یو داسې حالت چې بهرني قدرتونه یې له تاوانه ډېر وېرېږي.
هغه وايي، چې د امریکا لپاره دا یو مهم پړاو دی، په داسې حال کې چې نړۍوال ځواکونه له انزوا نه د تاکتیکي تعامل پر لور روان دي، واشنګټن باید مشري وکړي او دا اصل وساتي چې اصلاحات باید له رسمیت وړاندې راشي. هر ډول ډیپلوماټیک تعامل که دوهاړخیز وي یا څو اړخیز، باید د مشخصو شرطونو سره تړلی وي: له ترهګرۍ سره رغنده همکاري، د مدني ازادیو خوندیتوب او ټولګډونه سیاسي ګډون چې د افغانستان قومي او ټولنیز تنوع تمثیل کړي.
که دغه اصول موجود نه وي، نړۍواله ټولنه د داسې رژیم مشروعیت ګواښ ته ځان اچوي چې نه د بدلون نیت لري او نه د سیمې د ثبات لپاره رغنده نقشه.
مسعود اندرابي وړاندې لیکي، چې باید امریکا د طالبانو پر وړاندې د یوه مشروع سیاسي اپوزېسیون جوړولو ملاتړ هم وکړي؛ یو داسې اپوزېسیون چې د افغانانو د یو خپلواک، ډیموکرات، او ټولشموله راتلونکي هیلې استازولي وکړي.
که له نړۍوالو متحدینو سره همغږۍ کې دغه خوځښت ملاتړ شي، دا به یو پیاوړی پیغام وي، نه یوازې افغانانو ته، بلکې طالبانو ته، ګاونډیانو ته او نړۍوالو ته هم چې د افغانستان راتلونکی یوازې د زور له لارې نه ټاکل کېږي او تر ټولو مهمه دا چې دا به پخپله افغانان په ځانګړې توګه نوی نسل، ځواکمن کړي چې د خپل هېواد د برخلیک مشري پخپله وکړي.