د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست او د راستنېدونکو افغانانو لپاره د مرستو د جلب او جذب کمېټې رییس دین محمد حنیف د غیر دولتي کورنيو او بهرنیو موسساتو له استازو سره په کتنه کې د راستنو شویو افغانانو د ستونزو پر حل او زیاتو مرستو ټینګار کړی.
دین محمد حنیف په دې کتنه کې له ټولو کورنیو او بهرنیو موسسو غوښتي چې له ګاونډيو هېوادونو د راستنېدونکو افغانانو ستونزو ته له رسېدنې سربېره په ښارګوټو کې د سرپناه د جوړولو، د اوبو رسونې د شبکو د جوړولو او ټولګټو تاسیساتو لکه د ښوونځیو، مدرسو، جوماتونو او روغتیايي مرکزونو د جوړولو په برخو کې هم فعاله ونډه واخلي.
د طالبانو اقتصاد وزارت وايي، د کورنيو او بهرنیو مرستندویه ادارو استازو له را ستنو شویو افغانانو ستونزو ته د رسېدو اوپه بېلابېلو برخو کې د دوامداره همکاریو ډاډ ورکړی.