مولانا فضل‌الرحمان: له طالبانو سره د اړیکو ښه ‌والی د حکومت مسوولیت دی

۳ ورځې مخکې

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمان وايي، چې له طالبانو سره د ښو اړیکو جوړول د پاکستان د حکومت مسوولیت دی، نه د شخصي ګوندونو یا ډلو.

هغه دا څرګندونې د پښتونخوا په چارسده ولسوالۍ کې د یوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.

مولانا فضل‌الرحمان وویل، چې پاکستان باید د طالبانو پر وړاندې د «لومړی اقدام او وروسته خبرې» پالیسي پرېږدي، ځکه دا ډول چلند د دواړو هېوادونو تر منځ د باور فضا له منځه وړي او خبرې اترې بې‌ګټې کوي.

نوموړي وویل: «موږ له افغانستان سره لومړی عملیات کوو، وروسته خبرې اترې پیلوو، چې دا ستره تېروتنه ده، ځکه له دې سره فاصلې پیدا کېږي او د تفاهم فضا له منځه ځي.»

هغه زیاته کړه، چې که چیرې دولت غواړي د سیمې ثبات خوندي کړي، باید له ګاونډیو په ځانګړي ډول افغانستان (طالبانو) سره د متقابل احترام، ډیپلوماسۍ او نرمې ژبې پر بنسټ اړیکې جوړې کړي.

مولانا ټینګار وکړ، چې د طالبانو پروړاندې د سختو اقداماتو تګلاره تل د تریخوالي، بې‌باورۍ او ناکامو مذاکراتو سبب شوې ده.

هغه وویل: «د دولت دا مسوولیت دی چې له ګاونډیانو سره اړیکې تنظیم کړي. له طالبانو سره له سخت‌مزاجۍ پرته باید د تفاهم فضا جوړه شي.»

مولانا فضل‌الرحمان د پاکستان حکومت له اړوندو ادارو وغوښتل، چې د بهرني سیاست مسوولیت باید له احساس، تدبیر او حکمت څخه کار واخلي، تر څو د سیمې ثبات ته تاوان ونه رسېږي.

د یادولو وړ ده، چې مولانا فضل الرحمان په افغانستان کې د جمهوري نظام پروړاندې د طالبانو د جکړې سرسخته پلوی و او یاده جګړه یې روا بلله.

هغه له ډېرو کلونو راهیسې د طالبانو له مشرانو سره نږدې اړیکې ساتلي دي، چې یو شمېر وختونو کې یې سفرونه او مخامخ لیدنې هم کړې دي.

د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په پای کې مولانا فضل‌الرحمان ته د طالبانو سفیر له خوا بلنه ورکړل شوه او کابل ته یې سفر وکړ.

په دې سفر کې یې له «ټي ټي پي» او طالبانو سره د خبرو په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړي کول وو

مولانا فضل‌الرحمان هغه وخت تایید کړې وه، چې په کندهار کې یې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده په ګډون د دوی د څو مشرانو سره لیدلي دي.

د هغه په وینا، د طالبانو د مشرانو له خوا یې تود هرکلی وشو.

نور خبرونه

رادیو