اوچا او یونېسېف له راستنېدونکو افغانانو د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړی

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۳

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشرپاله مرستو د همغږۍ دفتر ريیسې او د یونېسف رييسې د بامیان له والي سره په کتنه کې په دغه ولایت کې راستنېدونکو افغانانو ته د زده کړو او ټولنیزو خدماتو د برابرولو په برخو کې له خپل هر اړخیز ملاتړه ډاډ ورکړی.

د بامیان والي په دې کتنه کې وویل، چې راستنېدونکو افغانانو ته د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو د برابرولو په موخه ټولې تابیاوې نیول شوې او په دې برخه کې د اندېښنې هېڅ ځای نشته.

عبدالله سرحدي همداراز د بامیان په مرکز کې راستنېدونکو افغانانو ته د یوه ښارګوټي د جوړولو خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې ډېر ژر به له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکو ته د نمرو د وېش بهیر پیل شي.

نور خبرونه

رادیو