ملګري ملتونه: تېرکال د افغانستان په لوېدیځ کې ۹۰زره کسانو سره مرسته شوې ده

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۳

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق د یوه ویډیویي پیغام په خپرولو سره ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان په لوېدیځ کې ۹۰ زره کسان چې نږدې ۳۰ زره یې ښځې او نجونې دي؛ د ملګرو ملتونو ادارو له بېلابېلو مرستو برخمن شوي دي.

دغه صندوق نن دوشنبه د ( چنګاښ ۲۳مه) پر اېکس پاڼه په خپور شوي ویډیويي پیغام کې ویلي، چې په مرستو کې د بنسټیزو خدمتونو پراختیا، د معیشت بدیل فرصتونه، د اقلیمي بدلون په اړه عامه پوهای او د مېرمنو د پیاوړتیا پروګرامونه شامل دي.

د صندوق د معلوماتو له مخې؛ یادو مرستو د سیمه‌ییزو خلکو په ژوند مثبت اغېز کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته جوړ شوی، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو د مرستو د همغږۍ او مالي ستونزو د حل په برخو کې فعالیت کوي.

خو تازه واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر پرېکړې وړاندې له افغانستان سره د بهرنیو مرستو تر ۴۰ سلنه ډېرې بشري مرستې امریکا کولې؛ خو اوس مرستندویه بنسټونه خبرداری ورکوي، چې د دغه مرستو بندېدل به پر افغانستان ناوړه اغېزې ولري.

له بل پلوه له افغانستان سره د مرستو د څار بنسټ یا سيګار د راپور له مخې؛ د ټرمپ له بیا ولسمشر کېدو سره په افغانستان کې د ۵۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت پروژې بندې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو