د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني وایي چې له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر «منطقي» پرمخ روان دی او هېواد یې افغان کډوالو ته په بد نظر نه ګوري. نوموړی وايي، له ۷۰۰ زرو زیات افغان کډوال تر دې دمه له ایران نه وتلي او تر ۷۰ سلنه یې "داوطلبانه " ستانه شوي.
مومني زیاته کړه، « موږ او د افغانستان خلک ګډه تاریخي ماضي ولرو. ډېرو افغانانو کلونه کلونه له موږ سره ژوند کړی، کار یې کړی او موږ د یو بل ډوډۍ خوړلې ده. نو ځکه موږ کډوالدښمنه لید نه لرو».
خو له ایران نه اخراج شوي ګڼ شمېر افغانان وایي چې د ایرانی امنیتي ځواکونو له خوا له «بد چلند» سره مخ شوي او ډېر یې په زوره شړل شوي دي.
اسکندر مومني همداراز هغه ویډیوګانې رد کړې چې د افغان کډوالو د ناوړه شرایطو ښودنه ښيي.
نوموړی ادعا کوي، « دا ویډیوګانې هغو کسانو خپرې کړې چې نه د افغانانو طرفداران دي او نه د ایران؛ هدف یې یوازې د وضعیت خرابول دي خو الحمدلله، فضا مناسبه ده».
د ایران د کورنیو چارو وزیر پخوا هم ویلي وو چې «یوشمېر اتباع» په تېرو دوو یا دریو کلونو کې د تخریب او امنیتي ستونزو د رامنځته کولو په هدف ایران ته داخل شوي دي.
هغه وویل، « موږ د اتباعو یا ګاونډیانو ضد نه یو، خو نه شو کولی اجازه ورکړو چې څوک زموږ هېواد ته راشي او زموږ امنیت ته زیان ورسوي».
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران او اسراییل ترمنځ له اوربند وروسته د ایران حکومت له افغان کډوالو سره خپل چلند سخت کړی دی.
راپورونه ښيي چې هره ورځ لسګونه زره افغانان په ډلهییز ډول له ایران نه شړل کېږي.
ملګرو ملتونو، بشري سازمانونو او افغان مدني فعالانو په پرلهپسې ډول له ایران څخه د افغان کډوالو د ډلهییزو اخراجونو، توقیفونو او ناوړه چلندونو په اړه سختې اندېښنې څرګندې کړې دي.