د طالبانو څلورو وزارتونو د کتابونو د ارزونې لپاره غونډه وکړه

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۳

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون راپور ورکړی، چې د دې ډلې د څلورو وزارتونو استازو د «بې لارې کوونکو کتابونو» په نوم د ارزونې له پاره غونډه کړې ده. د دې غونډې مشري د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب کوله.

دا راپور چې د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ مياشتې په ۲۲مه نېټه) خپور شوی په کې راغلي، چې دا کار د طالبانو د مشر په لارښوونه شوی دی.

د راپور له مخې دا څلور وزارتونه مکلف دي، چې د کتابتونونو، تعلیمي مرکزونو او عامه ځایونو ټول مشکوک کتابونه وارزوي او په دې اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

په دې غونډه کې د لوړو زده‌کړو، پوهنې، اطلاعاتو او کلتور او د حج او اوقافو وزارتونو استازو ګډون لاره.

د طالبانو د حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب ویلي، چې د «بې لارې کوونکو کتابونو» د ارزونې بهیر به د علماوو له‌خوا له شرعي اصولو سره سم پر مخ لاړ شي.

هغه زیاته کړې: «د دغه څلورو وزارتونو استازي به یوه ګډه کمیټه جوړوي، چې لومړی کار به یې د یوه لارښود چمتو کول وي او په دې ډول به د بې لارې کوونکو کتابونو د مخنيوي له پاره زمینه برابره شي.»

د طالبانو تر دویمې واکمنۍ وروسته د هغوی د اطلاعاتو او کلتور وزارت څو ځله هغه کتابونه منع اعلان کړي او له کتابتونونو، کتاب پلورنځيو او ښوونیزو مرکزونو څخه یې ټول کړي، چې د دوی له نظریاتو سره ټکر لري.

طالبان هر هغه کتاب چې د دوی له نظر سره برابر نه وي او یا د دوی د نظر ملاتړ نه کوي بې لارې کوونکی بولي.

نور خبرونه

رادیو