د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنقي تېر ماښام په کابل کې د کډوالو د راستنېدو له بهيره د لیدنې او څارنې ترڅنګ د هغوی چارو ته پر پاملرنې ټينګار کړی دی.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت یکشنبه (چنګاښ ۲۲مه) پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، حنفي کډوالو ته ډاډ ورکړی چې دغه ډله د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې راستنېدونکو هېوادوالو ته په کور دننه د ژوند ښه شرايط برابروي.
په بیان کې راغلي چې د رياست الوزرا اداري مرستيال د راستنېدونکو هيوادوالو غوښتنې او وړانديزونه اورېدلي او د دغې ډلې اړوندو چارواکو ته يې لارښوونه کړې څو د کډوالو اساسي اړتياوو ته پاملرنه وکړي.
عبدالسلام حنفي له راستنېدونکو سره په بېلابېلو برخو کې د هېوادوالو له همکاريو مننه کړې ده. د هغه په وینا، طالبان له راستنېدونکو سره د همکارۍ دا اقدامات د افغان ملت تر منځ د وياړ او ورورولۍ واضح نښه بولي.