نتانیاهو وایي، امریکا د ازادې نړۍ مشره ده او اسراییل په منځني ختیځ کې د هغې مرکز دی

۹ ساعتونه مخکې

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د امریکا له فاکس نیوز خبري شبکې سره په یوې مرکه کې خبرداری ورکړی چې د ایران حکومت هڅه کوي اټومي بم ترلاسه کړي او که یې ترلاسه کړ، نو د اسراییل د ویجاړېدو لپاره به یې وکاروي. د هغه په وینا، د ایران رژیم باید ختم شي.

نتانیاهو د شنبې پر شپه د «ژوند، ازادۍ او لوېن» په خپرونه کې زیاته کړې چې په سیمه کې د ایران د متحدو ډلو ترپاشل کېدو او پرځېدو وروسته، سپاه پاسداران د یورانیمو د غني کولو پروسه ګړندۍ کړې وه.هغه وویل: «موږ ویلي و چې ایران کولای شي په راتلونکي کال کې اټوم بم جوړ کړي او د اسراییل د ویجاړېدو لپاره یې وکاروي.»

نوموړي د ایران پر وړاندې د امریکا متحده‌ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سیاستونو د ستاینې ترڅنګ ویلي چې ټرمپ د تهران د ګواښ په اړه ښه پوهېده او د ایران له حکومت سره یې د جوړجاړي پر ځای برید ته ترجیح ورکړه.

دی وايي چې د اسراییل او امریکا ترمنځ همکاري د متقابل درناوي او ګډې موخې پر بنسټ ولاړه ده. د نتانیاهو په وینا، «امریکا د ازادې نړۍ مشره ده او اسراییل په منځني ختیځ کې د هغې مرکز دی.»

د اسراییل لومړي وزیر همداراز وايي چې هېواد یې په‌خپله د جګړې په ډګرونو کې جنګېږي، په لومړۍ لیکو کې دی او له متحده‌ایالاتونو سره پوځي او استخباراتي معلومات شریکوي.د هغه په وینا، «له امریکا سره زمونږ استخباراتي همکاري د امریکایانو په ګډوند ډېرو خلکو ژوند ژغوري.»

نتانیاهو د مرکې په یوې بلې برخې کې په غزه کې د اسراییلي یرغمل شویو په تړاو وویل: «موږ د هغوی د ساتنې لپاره هر څه کوو، خو په مقابل کې حماس ملکي وګړي په نښه کوي.»

نوموړي د مرکې په پای د هغې پوښتنې په ځواب چې کهچېرې یې کولای شوای له یوه تاریخي شخصیت سره وویني، نو هغه به څوک و؟ ده وویل: «تیوډور هرزل»؛هغه څوک چې د فلسطین په خاوره کې د یهودي دولت د مفکورې بنسټ‌ګر ګڼل کېږي. نتانیاهو زیاته کړې چې د هرزل ډېرو سیاسي او امنیتي پرېکړو ده ته الهام ورکړی.

هغه په پای کې ویلي چې اسراییل د امریکا ملاتړ ته درناوی لري، خو تمه نه‌لري چې امریکایي سرتېري به د جګړې په ډګرونو کې د هغوی لپاره وجنګېږي، ځکه چې اسراییل د ځان د دفاع کولو وس لري.

نور خبرونه

رادیو