تازه د غزې ملکي دفاع ادارې ویلي چې اسراییل د یکشنبې ورځ د ( چنګاښ ۲۲مه) له سهار راهیسې په بېلابېلو سیمو کې د هوایي بریدونو پر مهال ۲۷ فلسطینیان وژلي دي.
د یادې ادارې ویاند محمود بصل وايي، دا تازه هوايي بریدونه د ښار په بېلابېلو برخو کې شوي او په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
پرون د شنبې په ورځ د ( چنګاښ ۲۱مه) د غزې روغتیايي چارواکو ویلي و د اسراییلي پوځ د بمباریو او بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۱۰ فلسطینیان وژل شوي وه. په غزه کې جګړو کې زور اخیستی او د امریکا په ګډون د ځینو هېوادونو له هڅو سره سره لاهم هلته اوربند نه دی رامنځته شوی.