په یوه اونۍ کې روسیې پر اوکراین تر ۳زرو ډېر بریدونه کړي

۱۱ ساعتونه مخکې

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وایي روسیې له تېرو ۷ ورځو راهیسې پر اوکراین پراخ بریدونه کړي خو دوی ځینې هغه شنډ کړي هم دي.

زېلېنسکي نن یکشنبه د ( چنګاښ ۲۲مه) په خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې روسیې په تېرو۷ ورځو کې د بې پیلوټه الوتکو ۱۸۰۰ بریدونه کړي، ۱۲۰۰ بمونه یې غورځولي او په ۸۳ توغندیزو بریدونو یې بېلابېل ښارونه په نښه کړي دي.

نوموړی وايي، د اوکراین دفاعي ځواکونو د روسیې ځینې بریدونه شنډ کړي او هڅه کیږي چې دفاعي سیسټم لا پسې پیاوړی شي.

په ورته وخت کې د اوکراین ولسمشر وايي چې د روسیې د پراخو هوايي بریدونو پیل د جګړې د اوږدولو مانا لري او سپارښتنه یې کړې چې د شخړې د پای ته رسولو لپاره باید له ډیپلوماتیکو لارو چارو کار واخېستل شي.

د امریکا او او اروپايي تولنې سربیره ګڼ هېوادونه او سیاسي مشران هڅه کوي چې په اواکراین کې جګړې ته د پای ټکی کېږدي، خو تر دې دمه دغو هڅو نتیجه نه ده ورکړې.

نور خبرونه

رادیو