اوکراین وايي د روسیې د استخباراتو شکمن قاتلان په کیېف کې وژل شوي

۹ ساعتونه مخکې

د اوکراین د ملي امنیت ادارې اعلان کړی چې د روسیې د فدرالي امنیت ادارې هغه شکمن اجنټان چې تېره اونۍ د اوکراین د استخباراتو یوه ډګروال په وژنه تورن وو، د یکشنبې په ورځ په کییف کې د نیولو پر مهال وژل شوي دي.

د کیېف په اعلامیه کې ویل شوي چې دا کسان د ډګروالایوان وورونېچ په وژنه تورن وو. یاد ډګروال د پنجشنبې په ورځ په کییف ښار کې وویشتل شو.

د اوکراین ملي امنیت اداره وايي چې په وژنه شکمن کسان یو نارینه او یوه ښځه دي، خو دا یې نه دي ویلي چې د نیولو عملیاتو پر مهال څومره شکمن کسان وژل شوي دي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د اوکراین او روسیې ترمنځ امنیتي ترینګلتیاوې لا هم دوام لري او دواړې خواوې یو بل په جاسوسۍ، هدفي وژنو او ترور تورنوي.

نور خبرونه

رادیو