د جرمني لومړي وزیر ویلي، چې د امریکا له لوري ۳۰ سلنه ګمرکي تعرفې به د جرمني د صادراتو پر صنعت یو اساسي ضربه وي.
فریدریښ مېرڅ وایي، چې د ګمرکي تعرفو په اړه یې له ډونالډ ټرمپ، د اروپايي کمېسیون له مشرې اورزولا فوندېرلاین او د فرانسې له ولسمشر امانوېل مکرون سره مفصلې خبرې کړي دي.