د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې (FIA) اعلان کړی چې د افغان وګړو لپاره د برېښنايي ویزو د «ناقانونه صادریدو او بډو اخیستو» په تړاو یو شمېر لوړ پوړي حکومتي چارواکي نیول شوي دي.
د معلوماتو پر بنسټ، د څېړنو په ترڅ کې د یوه افسر په ګډون، له انساني قاچاق سره د مبارزې ادارې دوه کارکوونکي د بډې اخیستنې په تور نیول شوي دي. د اېفایاې عمومي رئیس، راجه رفعت مختار په دې اړه یو ګډ څېړنیزه کمېټه هم جوړه کړې ده.
دا قضیه هغه مهال راپورته شوې چې د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې یوه داسې شبکه کشف کړې چې د جعلي اسنادو په کارونې سره یې افغانانو ته د برېښنايي ویزو د صادریدو زمینه برابروله. په دې شبکه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او د استخباراتو (ای اېس ای) یو شمېر کارمندان هم شامل دي.
د دې قضیې په تړاو تر اوسه پورې د نادر رحیم (ای اېس ای کارکوونکي) او د څو افغانانو په ګډون شپږ کسان نیول شوي دي. د افغانانو د هویت په تړاو څه نه دي ویل شوي.
د پلټنو پرمهال، معلومات ترلاسه شوي چې د پولیسو یو شمېر افسران هم له شکمنو کسانو سره په اړیکه کې وو او د بډې اخیستو په بدل کې یې هغوی ته امتیازات ورکول. ویل کېږي دوو پاکستاني پولیسو افسرانو د زبیر په نوم له یوه افغان شکمن نه د هغه د قضیې د اسانتیا په تور پیسې اخیستې دي.
د پاکستان د فدالي څېړنو ادارې د خپلو څېړنو د دوام لپاره یوه څلور کسیزه کمېټه ټاکلې چې مشري یې د دغې ادارې مرستیال رییس نعمان خلیل کوي.
پاکستاني چارواکو ویلي چې نورې پلټنې روانې دي او هغه کسان چې په دې فساد کې ښکیل وي، له جدي چلند سره به مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې (FIA) اعلان کړی و چې د ویزو د درغلۍ یوه لویه ډله یې کشف کړې او دغې ډلې د جعلي اسنادو په کارونې سره افغانانو ته د پاکستان برېښنايي ویزې صادرولې. په دې قضیه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او د دغه هېواد استخباراتو یو شمېر کارکوونکي تورن شوي دي.
د یادونې ده چې په پاکستان مېشت افغانان هم د دغه هېواد د ویزو له تمدید نه شکایتونه کوي او له تېرې شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې پاکستاني حکومت د هغوی لپاره د ویزو نوي کېدو بهیر په ټپه ودرولی.