طالبانو له ملګرو ملتونو د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د مرستې غوښتنه وکړه

۱۰ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دوی د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې مرستیال د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې سازمان (UNODC) له استازي څخه د نشه یي توکو د مخنیوي په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

یاد وزارت نن یکشنبه د ( چنګاښ ۲۲مه) په خپلې اېکس پاڼه کې ویلي چې د نشه توکو پر وړاندې د مبارزې معین ملا عبدالحق اخوند د ملګرو ملتونو له پلاوي غوښتنه وکړه چې د بدیل کښت، د بزګرانو د لاسنیوي او د روږدو کسانو د درمنلې په برخو کې خپل ملاتړ زیات کړي.

د خبرپاڼې له مخې، په کتنه کې د ملګرو ملتونو پلاوي د عبدالحق اخوند غوښتنې ته مثبت ځواب ویلی دی.

نور خبرونه

رادیو