د افغانستان په اړه د طالبانو یوې ۵۰ ثانیه‌ییزې طنزیه ویډیو نړۍوال بحثونه راپارولي دي

۳ ورځې مخکې

د افغانستان په اړه د طالبانو یوې ۵۰ ثانیه‌ییزې طنزیه ویډیو چې "Welcome to Afghanistan" نومېږي، نړۍوالو ته د سیاحت بلنه ورکوي.

نړۍوالو رسنیو لکه بي بي سي، سي اېن اېن، انډیا ټایمز، پولیټیکو او اې پي بیا دا ویډيو د طالبانو تبلیغات او د حقایقو پټولو هڅه بللې ده.

دغه خپره شوې ویډیو په طنزي بڼه د یرغمل نیونې له صحنې پیلېږي او وروسته د افغانستان ښکلاوې، کلتور، طبیعت او ان وسله‌وال کسان د سیلانیانو تر څنګ ښودل کېږي.

ویډیو د "Raza Afghanistan" ټور اژانس له خوا خپره شوې او د طالبانو اړوند حسابونو له خوا هم خپره شوې ده.

د دې ویډیو موخه ظاهرا د افغانستان د ښکلاوو ښودل او سفر ته د بهرنیانو هڅول دي، خو ځینو نړۍوالو رسنیو دا ویډیو د طالبانو د تبلیغاتو او د حقایقو د پټولو هڅه بللې ده.

له دې سره، د بشري حقونو فعالان، خبریالان او د ټولنیزو رسنیو کاروونکي هم دا ویډیو د طالبانو د واکمنۍ تر شا د واقعیتونو د پټولو یوه هڅه بولي.

یوې افغان مېرمنې په خپل اېکس کې لیکلي: «سیاحت په هغه هېواد کې ممکن نه دی چېرې چې ښځې له زده‌کړو محرومې وي، موسیقي جرم بلل کېږي او د بیان ازادي نه‌لري.»

یو بل فعال وایي: «دا ویډیو یوازې د ښکلا ښودنه نه ده، دا د ظلم پټولو پرده ده.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د برېتانیا او نورو هېوادونو د سفر مشورتي ادارو په وار - وار خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته سفر د برمته کېدو، ناامنۍ او حکومتي محدودیتونو له امله خطرناک دی.

له دې سره، که څه هم د روسیې ځینو سیاحتي اژانسونو افغانستان ته د سفر اعلانونه کړي، خو د روسیې د سفر ادارو اتحادیې دا رد کړي او ویلي یې دي چې د امنیت خراب وضعیت دا ډول سفرونه ناممکن کړي دي.

که څه هم ویډیو هڅه کوي افغانستان یو جذاب او خوشحاله ځای وښيي، خو فعالان، خبریالان او افغانان پوښتنه کوي: «ایا دا د واقعیت ښودنه ده، که د ظلم د پټولو یوه پرده؟»

نور خبرونه

رادیو