د افغانستان ازادۍ په نوم د طالبانو مخالفې جبهې له یوې خپره شوې وېډیو سره ادعا کړې چې په کابل ښار کې یې د دوو جلا عملیاتو په ترڅ کې د دغې ډلې درې جنګیالي وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
یادې جبهې یکشنبه (چنګاښ ۲۲مه) په خپلې اېکسپاڼه کې لیکلي، لومړني عملیات د کابل ښار د ۱۶مې امنیتي حوزې اړوند په «پُل پاچا» سیمه کې د طالبانو پرمرکز ترسره شوي چې پهکې د دغې ډلې یو غړی وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
نوموړې جبهې زیاته کړې دوېیم عملیات د جبهې چریکانو د کابل ښار د پولیسو د قوماندانۍ تر څنګ د طالبانو په یوه پوسته کې د دغې ډلې دوه غړي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د طالبانو یاد وسلهوال مخالف خوځښت ویلي چې په دې عملیاتو کې د دوی جنګیالیو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
د یادونې ده چې د ازادۍ او مقاومت په نومونو د طالبانو مخالفې جبهې هر وخت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پر طالبانو د بریدونو مسوولیت مني.