په امریکا کې د افغانانو د لنډمهالي خونديتوب وضعیت سبا پای ته رسیږي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۲

افغان وګړو ته د امریکا ورکړل شوی موقت محافظتي وضعیت سبا دوشنبه، د چنګاښ پر۲۳مه پای ته رسېږي. د دې پریکړې له مخې، هغه افغانان چې تر اوسه یې د پناه غوښتنې یا دايمي اقامت لپاره رسمي غوښتنلیک نه دی ورکړی، د کار یا سفر قانوني اجازه نه لري او له امریکا د اخراج خطر ور ته متوجه دی.

نوموړی زیاتوي، « کله چې امریکا خپله د افغانستان لپاره د خوړو مرسته بندوي، ځکه طالبان یې د ترهګریزو اهدافو لپاره کاروي، نو بیا څنګه ویلی شو چې افغانستان خوندي دی؟».

په مقابل کې، د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریستي نوم ادعا کړې چې د افغانستان امنیتي او اقتصادي وضعیت ښه شوی او له همدې امله نور د افغانانو د پاتې کېدو لپاره کومه پلمه نشته. نوموړې ویلي چې د بېرته ستنیدو پر وړاندې هېڅ مانع نشته.

خو عبدل فراجي ټینګار کوي چې ډېر افغانان د قانوني بهیرونو په اړه معلومات نه لري او نه مالي امکانات، څو یو وکیل وګوماري.

نوموړی وايي: «موږ زرګونه افغانان لرو چې له امریکایي ځواکونو سره یې اوږه په اوږه د ترهګرو ډلو پر ضد جګړه کړې. ډېر یې د امریکا سفارتونو او ادارو کارکوونکي وو. افغانستان په ناڅاپي ډول سقوط وکړ او دوی له هېڅ انتخاب پرته پاتې شول».

نوموړی خبرداری ورکوي چې د سیمې ناامنه وضعیت د افغان کډوالو تر منځ د رواني فشارونو لامل شوی، چې ځینو یې حتا ځان‌وژنې کړې دي. نوموړی زیاتوي چې زرګونه کسان د خپلې راتلونکې په اړه بې‌باوره دي او له رواني بحران سره مخ دي.

د راپورونو له مخې، تر اوسه نږدې شل زره افغانانو ته د امریکا دايمي اقامت ورکړل شوی، خو زرګونه نور لا هم د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

نور خبرونه

رادیو