د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په بلخ ولایت کې یې د انسان تښتوونکو له منګولو یو ۱۳ کلن ماشوم احمدشاه جان ژغورلی او بیرته یې خپلې کورنۍ ته سپارلی دی. د ماشوم ژغورنې عملیاتو کې دوه انسان تښتوونکي وژل شوي او یو تن ژوندی نیول شوی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د یکشنبې په ورځ وویل، چې یاد ماشوم څو ورځې وړاندې دمزارشریف ښار د اوومې ناحیې په اړوند سیمه کې له ښوونځي نه د کور په لور روان و چې انسان تښتوونکو وتښتاوه.
د نوموړي په وینا، د انسان تښتوونکو خلاف د طالبانو د بلخ والي ملا محمدیوسف وفا په مستقیم هدایت او مشرۍ د دې ډلې د بلخ د استخباراتو ریاست، مرکزي لوی ریاست، د ۸۸۸مې ملي قطعې ځانګړو ځواکونو، امنیه قومندانۍ او نورو اړوندو ادارو په ګډه پراخ عملیات پیل کړل.
قانع وايي، دغه عملیات د مزارشریف ښار د څلورمې ناحیې اړوند سلیم څلورلارې ته څېرمه شوي، چې په پایله کې یې دوه تنه انسان تښتوونکي وژل شوي او یو تن ژوندی نیول شوی.
طالبانو وروسته تښتول شوی ماشوم احمدشاه جان د بلخ ولایت مقام ته انتقال کړی او هلته یې خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.