د ښځو په چارو کې د ایران د ولمسشر مرستیالې زهرا بهروزاذر ویلي، هغه افغانان چې له ایران نه اېستل شوي، له شواهدو او اسنادو سره یوځای دې د خپلو حقوقي او مالي غوښتنو لپاره په هرات کې د ایران کونسلګرۍ او یا کابل کې د دغه هېواد سفارت ته مراجعه وکړي.
زهرا بهروزاذر په خراسان رضوي ولایت کې د دوغارون له لارې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر څخه تر لېدني وروسته له ایرنا سره په خبرو کې ویلي، افغان کډوال دې د خپلو مالي او حقوقي غوښتنو په اړه شکایتونه په هرات کې د ایران له کونسلګرۍ او یا هم په کابل کې د دغه هېواد له سفارت سره شریک کړي.
نوموړي ویلي:«ځینو افغانانو شکایتونه کړي، چې د کورونو د کرایې یا ګروۍ مخکې ورکړې پیسې بېرته نه دي ورکړل شوې. دا ډول ستونزې به د کډوالو د حقوقي ادارو له خوا وڅېړل شي او څوک چې له دې ستونزې سره مخ دي، کولای شي قانوني اسناد وړاندې کړي او ستونزه حل کړي.»
همدارنګه دغې ایرانۍ چارواکې ویلي، د افغان کډوالو د اېستلو بهیر کې د سرغړونو او د کډوالو شکایتونو ته د رسېدو لپاره یې د ټیلیفون شمېرې هم اعلان کړې او د افغان کډوالو هر ډول شکایتونه به وڅېړل شي.
زهرا بهروزاذر وايي، چې د ایران د حکومت لپاره د افغان کډوالو د اېستلو موضوع خورا مهمه ده.
نوموړې زیاتوي:«دا خلک کلونه زموږ میلمانه وو او له ایرانیانو سره یې په سوله ییزه فضا کې ژوند کاوه. اوس باید له هېواده ووځي، هڅه مو داده چې د اېستلو پرمهال باید له انساني کرامت ډک چلند وشي.»
د ښځو په چارو کې د ایران د ولسمشر مرستیالې دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې له ایران څخه شړل شوي افغان کډوال وايي، د ایران پولیس او ملکي خلک یې سرمایه لوټي او دوی خالي لاسونه افغانستان ته شړل کیږي.