ایران او پاکستان نه د کډوالو څپې؛ د شنبې په ورځ تر ۲۰ زرو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۱۱ ساعتونه مخکې

د طالبانو حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د ورځني راپور له مخې،‌ د شنبې په روځ د (چنګاښ ۲۱مه) له ایران او پاکستان نه څه باندې ۲۰زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمد الله فطرت نن یکشنبه د ( چنګاښ۲۲مه) په خپلې اېکس پاڼه کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د ورځني راپور په شریکولو سره ویلي چې له ستنو شویو کډوالو سره بېلابېلې مرستې هم شوي دي.

د فطرت په خبره په وړیا توګه خپلو سیمو ته لیږدول، د خوراکي او نورو لومړینو توکو ورکړه او د عامه پوهاوي د پروګرامونو جوړول له کډوالو سره د مرستو مهمې هغه دي.

د افغانستان ګاونډیو په ځانګړي توګه ایران په وروستیو کې له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه کړې او د طالبانو د حکومت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۰ ورځو کې څه باندې نیم میلیون کډوال له دغه هېواده ور ستانه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو