هیګسټ: که ټرمپ ولسمشر وای له افغانستان نه به وتل داسې ناڅاپي او بې‌پلانه نه وای

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۲

د امریکا دفاع وزیر پیټ هیګسټ له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو وتل یو "غموونکی او بوږنوونکی شاتګ" بللی دی. نوموړي دغه پرېکړه د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ د ناکامۍ روښانه بیلګه وبلله او ټینګار یې وکړ چې دا وتل باید "مشروط" وای او دومره بې پلانه او ناڅاپي نه وای.

هیګسټ، چې د یکشنبې په ورځ یې د امریکا د فلوریډا ایالت په یوه غونډه کې وینا کوله، وویل، « زما نسل دوه لسیزې په افغانستان، عراق او نورو ځایونو کې د نورو هېوادونو له سرحدونو دفاع وکړه. اوس وخت رارسېدلی چې د خپل کور سرحدونه خوندي کړو».

نوموړي څرګنده کړه چې له افغانستان نه د وتلو پریکړه سیاسي ناکامي وه، نه پوځي او زیاته یې کړه: « که ډونالډ ټرمپ ولسمشر وای، دا ډول وتل به هېڅکله نه وای ترسره شوي».

د هغه په باور، دې ناسنجول شوې پرېکړې د نړۍ په کچه امریکا ته بدنامي راوړه او د امریکا نړیوال حیثیت یې زیانمن کړ.

هیګسټ دا هم وویل چې له دې وتلو وروسته، نړۍ کې ستر بدلونونه پېښ شول، لکه پر اوکراین د روسیې یرغل او پر اسراییل د حماس برید، چې ښايي دا ټول د امریکا د کمزوري دریځ پایلې وي.

نوموړي ټینګار وکړ چې وتل باید « پړاویز، مشروط، او له حساب و‌کتاب سره ترسره شوي وای، نه داسې بې‌نظمه، غیرمسولانه او بوږنوونکي».

ده وویل چې « سوله د ځواک له لارې راځي. موږ نور نظامي مداخلو او ملت جوړونې ته اړتیا نه لرو».

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم له افغانستان نه د بایډن د ادارې له خوا د ځواکونو اېستل په پرله‌پسې ډول غندلي. هغه دغه عمل " بیړنی او بې‌پلانه" بللی و.

ټرمپ تل ټینګار کړی چې که دی واکمن وای، نو له افغانستان نه به د وتلو بهیر په بشپړ ډول منظم، مشروط او له پلان سره سم ترسره شوی وای. هغه په مکرر ډول د بګرام هوايي ډګر پر له لاسه ورکولو او د طالبانو لاس ته د امریکايي وسلو پر لوېدو حسرت ښودلی.

نور خبرونه

رادیو