طالبانو کورني او بهرني پانګوال د اوبو په ۱۱ بندونو کې پانګونې ته وبلل

پرون

د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت په ۸ ولایتونو کې له اوبو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې د اوبو ۱۱ بندونه معرفي کړي او ورسره یې له کورنیو او بهرنیو پانګوالو غوښتي چې د یادو بندونو په پروژو کې پانګونې وکړي.

د طالبانو اقتصادي معاونیت د دوشنبې په ورځ، د زمري پر شپږمه، په تخار کې د اوبو دوه بندونه قلعه مامومي چې د ۴۴۵ مېګاواټه برېښنا د تولید او ګردګاو د اوبو بند چې د ۲۳۷ مېګاواټه برېښنا د تولید وړتیاوې لري معرفي کړي دي.

دغه معاونیت په کونړ کې د اوبو درې بندونه سرتاق چې د ۴۱۰ مېګاواټه برېښنا د تولید، د ساګي بند چې د ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید او شال بند چې د ۷۹۸ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیتونه لري، پانګوالو ته معرفي کړي دي.

د طالبانو اقتصادي معاونیت همداراز په کابل کې د سروبي ۲ بند، د دایکندي د پای کټه سنګ بند، په پروان کې د ګلبهار بند، په ارزګان کې د اولمباغ بند، په کندز کې د خان اباد ۲ بند او په کاپیسا کې د باغدرې بند چې هر یو یې له ۹۰ تر ۲۴۰ مېګاواټه د برېښنا د تولید ظرفیتونه لري کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونو لپاره په ګوته کړي دي.

د طالبانو اقتصادي معاونیت د یادو پروژو په اړه ویلي چې د دغو پروژو د شونتیا څېړنې، د پېژندنې راپور او لومړنۍ سروې په تړاو اسناد شته او په وینا یې پانګوال کولی شي په ډاډه زړه سره پر دغو پروژو پانګونې وکړي او همداراز یې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړی دی.

دمګړۍ افغانستان له ۲۰ تر ۳۰ سلنې برېښنا له کورنیو سرچینو برابروي او له ۷۰ تر ۸۰ سلنې بیا له نورو هېوادونو په تېره بیا له ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او ایران نه را واردوي.

نور خبرونه

رادیو