د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د شمالي کوریا له مشر کېم جون اون سره د لیدنې پر مهال د کورسک سیمې د "ازادۍ" په برخه کې د مرستې او ملاتړ له امله مننه وکړه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې لاوروف د لیدنې پر مهال د شمالي کوریا ملاتړ "صادقانه او ارزښتناک" وباله او ویې ویل چې مسکو د پیونګیانګ د مرستو قدرداني کوي.
که څه هم د بیان جزیات نه دي افشا شوي، خو دغه څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او ستراتیژیکو اړیکو ژورتیا ښيي.
دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې مسکو او پیونګیانګ د لوېدیځ له بندیزونو سره سره، خپل اېتلافي دریځ پیاوړی کوي.