فلسطیني ماشومانو ته مرګ‌ژوبله؛ اسراییلي ځواکونه یې لامل تخنیکي ستونزه بولي

۳ ورځې مخکې

په غزه کې پر یو شمېر فلسطیني ماشومانو د اسراییلي ځواکونو توغندیز برید هغه مهال وشو، چې هغوی په بوشکو کې له یوې سیمې بلې سیمې ته د اوبو د لېږدولو په حال کې وو.

د اسراییل دفاعي ځواکونه (IDF) د دې برید لامل تخنیکي ستونزه یادوي.

د فلسطیني چارواکو او عیني شاهدانو په وینا، برید هغه مهال شوی کله چې یو شمېر ماشومان د محاصره شوې غزې له یوې سیمې څخه خپلو کورونو ته د اوبو د لېږد په حال کې وو.

د پېښې ویډیوګانې او انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي، چې خلک پرې سخت خواشیني او غوسه دي.

د بشري حقونو سازمانونه له نړۍوالو غوښتي، چې دا ډول پېښې دې ژر تر ژره وڅېړل شي او د ملکي وګړو په ځانګړي ډول د ماشومانو د ساتنې لپاره دې اقدامات وشي.

نور خبرونه

رادیو