د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي مرستیال عبدالحی قانت وايي، قزاقستان پرېکړه کړې چې په استانه کې د طالبانو سفیر ومني او همداراز په کابل کې خپل سفارت د سفیر تر کچې لوړ کړي.
قانت پرون (شنبه، چنګاښ۲۱مه) په خپلې اېکسپاڼه لیکلي چې قزاقستان له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی او اوس هڅه کوي له طالبانو سره سیاسي اړیکې پراخې کړي.
نوموړې زیاته کړې چې په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي. د ده په خبره، د دواړو هېوادونو د اقتصادي سکټورونو ترمنځ د سوداګرۍ د لوړېدو په موخه د درې مېلیارده ډالرو یوه ګډه «نقشه» باندې هوکړه شوې ده.
هغه ویلي چې د زیربناوو په برخه کې هم مهمې هوکړې شوې دي. د قانت په وینا، د قزاقستان او طالبانو ترمنځ د شاوخوا ۵۰۰ مېلیونه ډالرو یوه پروژه لاسلیک شوې چې له مخې به یې له تورغونډي نه تر هرات ښار پورې د اورګاډي پټلۍ وغځېږي.
ده همداراز زیاته کړې چې چمتووالی روان دی څو افغانستان د شمال-سوېل اقتصادي دهلېز برخه شي. دا پروژه به، د هغه په باور، د افغانستان له جغرافیایي موقعیت نه د اغېزناکې ګټې اخیستنې زمینه برابره کړي.
یاد طالب چارواکي ادعا کړې چې قزاقستان غواړي له طالبانو سره نه یوازې اقتصادي، بلکې سیاسي اړیکې هم پیاوړې کړي او بله دا چې دغه هېواد د افغانستان د سیاسي ثبات لپاره اراده لري.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې له روسیې پرته بل هېڅ هېواد تر اوسه طالبان په رسمیت نهدي پېژندلي، خو د سیمې یو شمېر هېوادونه له یادې ډلې سره تعامل او راکړه ورکړه لري.