ملګري ملتونه: ښايي درې میلیونه افغانان سږ کال خپل هېواد ته ستانه شي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو یو چارواکي ويلي، چې ممکن سږ کال درې میلیونه افغانان خپل هېواد ته ستانه شي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې دا ستنېدنه د افغانستان پر بشري بحران لا ډېر فشار اچوي.

پاکستان او ایران د افغان کډوالو اړوند نوې پالیسۍ اعلان کړې، تهران لا دمخه څلورو میلیونو «ناقانونه» افغانانو ته د جولای تر ۶مې نېټې وخت ورکړی، چې له دغه هېواده ووځي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال د کابل څخه یوې خبرې ناستې ته ویلي: «موږ داسي یو حالت وینو، چې افغانان په ډېره ناوړه، ګډوډ او پراخ ډول له پاکستان او ایرن حخه ایستل کيږی، دا اقدام پر افغانستان د دغه ستنېدونکو کډوالو هرکلي ته چمتو نه دی او ډېر فشار واردوي.»

عرفات جمال د کډوالو د ایستلو شدت د اندېښنې په توګه ګڼلی.

هغه زياته کړې: «سږ کال له پاکستان او ایران څخه له ۱.۶ میلیونه څخه ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي، چې لویه برخه یې له ایران څخه ده. دا شمېره د ۲۰۲۵ کال د دوی د ادراې د ۱.۴ میلیونه د لومړنۍ وړاندوینې څخه زياته ده.»

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالې کمېشنرۍ اداره اټکل کوي، چې سږ کال به له دواړو هېوادونو څخه درې میلیونه افغانان خپل هېواد ته ستانه شي.

عرفات ویلي: «ډېر شمېر دغه ستنېدونکي خلک په داسې حالت کې هېواد ته راځي، چې ناڅاپه له خپلو مېنو ایستل شوي، له سخت، ستړي کوونکي او سپکوونکي سفر سره مخ شوي دي. دوی دلته ستړي، وارخطا، ځورول شوي او ډېری وخت مایوسه وي.»

دغه ادارې ویلي، چې هره ورځ د اسلام قلعه پولې څخه تر ۳۰ زره زيات کسان افغانستان ته داخليږي او یوازي د جولای په ۴مه نېټه کې شاوخوا ۵۰ زره کسان افغانستان ته داخل شوي.

نور خبرونه

رادیو