ګنډاپور: د افغانستان لپاره د سرطان تخصصي روغتون جوړول زموږ ژمنتیا ده

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۱

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی علي امین ګنډاپور له افغان سفیر سره په یوه مهمه لیدنه کې د افغانستان لپاره د سرطان ناروغانو ته د ځانګړي روغتون د جوړېدو ملاتړ اعلان کړ او همدا ډول یې ژمنه وکړه چې د کرنې په برخه کې به هم هر اړخیزه مرسته کوي.

د پاکستان ټوډی ورځپاڼې په راپور کې راغلي، ګنډاپور له افغان سفیر سره ژمنه وکړه چې د افغانستان لپاره د سرطان د ناروغۍ روغتون په جوړولو کې به ملاتړ کوي، او همداراز یې د کرنې په برخه کې د بشپړ ملاتړ ډاډ هم ورکړی. هغه وویل چې د خیبر پښتونخوا حکومت د افغان ولس د هوساینې لپاره هر ممکن رول ادا کولو ته چمتو دی.

دواړو لوریو د دې خبرې پر اهمیت ټینګار وکړ چې پاکستان او افغانستان د ډېورنډ اوږده کرښه، ګډه ژبه، قومي، قبایلي او مذهبي اړیکې لري، چې باید د سولې، ورورولۍ او متقابل درناوي پر بنسټ نورې هم پیاوړې شي.

دواړو لوریو ټینګار وکړ چې دواړه هېوادونه باید د بهرنيو قوتونو د شومو اهدافو پر وړاندې په ګډه کار وکړي، څو د راتلونکو نسلونو لپاره یو امن، باثباته او روښانه راتلونکی تضمین شي.

افغان سفیر سردار احمد شکیب د افغان کډوالو د ځانګړي پالنې له امله د خیبر پښتونخوا له حکومته مننه وکړه، او ژمنه یې وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به اړیکې لا پراخوي.

په دې مناسبت وزیراعلی ګنډاپور اعلان وکړ چې غواړي افغانستان ته یو ځانګړی پلاوی واستوي، څو د دواړو ولسونو ترمنځ د باور او همغږۍ د پیاوړتیا لپاره د یو پل رول ولوبوي.

په دې ناسته کې د وزیراعلي د اطلاعاتو سلاکار محمد علي سیف هم ګډون درلود. د خیبر پښتونخوا حکومت هغه ته دا دنده سپارلې چې له افغان چارواکو سره همغږي رامنځته کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ عملي اړیکې لا اغېزمنې او پیاوړې کړي.

په افغانستان کې د سرطان ناروغي ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده، خو د تشخیص، درملنې او تخصصي روغتیايي مرکزونو کمښت له دې ناروغۍ مړینه زیاته کړې. د طالبانو عامې روغتیا وزارت د اټکل له مخې، هر کال زرګونه افغانان د سرطان له بېلابېلو بڼو سره مخ کېږي، خو یوازې محدود شمېر یې په داخل هېواد کې درملنه مومي. د امکاناتو، تجهیزاتو، متخصصو ډاکترانو او درملو نشتوالی خلک اړ باسي چې بهرنیو هېوادونو ته مراجعه وکړي، چې دا کار له اقتصادي او ټولنیز پلوه ډېرو کورنیو ته ستونزمن تمامېږي.

نور خبرونه

رادیو