د کندهار ولایت د غورک، نېش او میوند ولسوالو اوسېدونکي وايي، د دوامداره وچکالۍ او د اوبو د سخت کمښت له امله یې ځینې کلي پرېښي او د اوبو د لټون په موخه نورو سیمو ته کډه شوي دي.
د کندهار د غورک ولسوالۍ شاه کریز په نوم د یوه کلي اوسیدونکي وايي، د اوبو د کمښت له امله اړ شوې چې خپله پلرنۍ مېنه پریږدي او د اوبو د لټون په موخه نورو سیمو ته ګډه وکړي.
د دغه کلي اوسېدونکي وايي، چې مخکینۍ بوختیا يي کرنه او مالداري وه، خو د وچکالۍ درنې څپې یې کرنه صفر کچې ته راټېټه کړې او دوی اړ شوي چې دا کلۍ پریږدي.
د محمد نبي په نوم د غورک ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې له خپل کلي څخه سپین بولدک ولسوالۍ ته کډه شوی وایي: «اوبه مو نشته، کاریزونه او څاه ګانې مو وچې شوې، مال مو تلف شو، ماشومان مو د تندې له امله ناروغه شول، نو موږ مجبور شوو چې خپل کور او کلی پرېږدو.»
د غورک ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، دولتي چارواکو او مرستندویه ادارو د اوبو د زېرمې، کوهي کېندنې یا د اوبو رسولو ته هېڅ پاملرنه نه دی شوي.
پر همدغه مهال د نېش او میوند ولسوالیو اوسېدونکي هم د اوبو د سخت کمښت سره مخ دي.
د یادو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د اوبو چینې او کاریزونه وچ شوي او د ځینو کلیو اوسیدونکو خپلې مېني پریښي دي.
د صدیق الله په نوم د نېش ولسوالۍ اوسیدونکی چې د اوبو د کمښت له امله اوس کندهار ښار ته کډه شوی وايي:« زموږ په ولسوالۍ کې د اوبو د ذخیره کولو لپاره بندونه شته، چې ډېر پخوا یې سروې شوې ده، خو حکومت ورته هېڅ پاملرنه نه ده کړي. که په هره لسوالۍ کې بندونه جوړ شي، کېدای شي بېرته خلک خپلو سیمو ته ور وګرځي.»
د غورک او نېش ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د څښاک اوبو د کمښت ترڅنګ په یادو ولسوالیو کې روغتیايي او تعلیمي مرکزونو نه شتون تر څنګ هېڅ ډول مخابراتي او ټرانسپورټي اسانتیاوو ته هم لاس رسی نه لري.
د اوبو د کمښت ستونزه یوازې تر ولسوالیو نه ده محدوده، بلکي، د کندهار ښار یو شمېر سیمې هم د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي او خلک اړ دي، چې د پاکو اوبو تر لاسه کولو لپاره له لرو ساحو څخه کورونو ته اوبه یوسي او یايي په پیسو وپېري. د کندهار ښار اوسېدونکي اندېښنه لري، که د پاکو اوبو د کمښت ستونزه حل نه شي، ښايي د هبت الله مېنه به د اوبو د کمښت له ناورین سره مخ شي.