د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمېسیون ویلي، چې د جمعې په ورځ ۲۹ زره او ۳۸۲ کډوال د هرات د اسلام کلا، د نیمروز د ورېښو پله د ننګرهار د تورم، د کندهار د سپین بولدک او د پکتیکا د انګور اډې له لارو هېواد ته راستانه کړل شوي.
د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمېسیون ویلي، چې د ایران څخه په جبري توګه د افغان کډوالو د راستنولو لړۍ چټکه شوي او تېره ورځ د هرات د اسلام کلا له لارې ۳۶۷۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱،۸۸۱ کسان و په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې دي.
دغه کمېسیون د کډوالو د رستنېدو په اړه په خپل ورځنې راپور کې ویلي، چې په همدې ورځ ایران د نیمروز د ورېښم پله له لارې هم ۷،۲۷۴ تنه افغان کډوال راستانه کړې دي.
یاد کمېسیون ویلي، چې تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک او انګور اډې له لارې پاکستان هم نږدې ۱۰۰۰ تنه افغان کډوال راستانه کړې دي.
له ایران څخه د افغان کډوالو د راشړلو لړۍ چټکوالي سره هممهاله د کډوالو لپاره ملګرو ملتونو نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی چې ښايي سږ کال درې میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه کړای شي. د یادې ادارې یوه چارواکي ویلي، د کډوالو دا پراخه ستنېدنه به افغانستان کې انساني ناورین لا ډېر کړي.