د سوریې، افغانستان، الجزایر او مراکش وګړي تر اصلي جرمنیانو ډېر په جرمونو کې ښکېل دي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۰

د جرمني د فدارلي حکومت نوي شمېري ښيي، چې د سوریي، افغانستان، الجزایر او مراکش وګړي تر اصلي جرمنیانو ډېر په جرمونو کې ښکېل دي.

د جرمني د فدرالي جنايي پولیسو ادارې ویلي، چې په هرو ۱۰۰ زرو تورنو کسانو کې د اصلي جرمنیانو شمېر ۱۸۸۷ دی، خو د سوریایانو شمېر ۸۲۳۶ او د افغانانو شمېر ۸۷۵۳ ته رسېږي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په جرمونو کې د بهرنیو تورنو وګړو شمېر تر اصلي جرمنیانو څلور برابره ډېر دی.

یادې ادارې ویلي، چې دا شمېرې په ځوانه طبقه کې نورې هم زیاتې دي.

د دوی په خبره د ۱۴ تر ۱۸ کلونو ځوانو له ډلې تر اصلي جرمنیانو د سوريي ځوانانو د جرمونو کچه پنځه برابره، د الجزایري ځوانانو شمېر ۵۶ برابره او د مراکش ځوانانو کچه ۱۹ برابره ډېره ده.

د جرمني د فدرالي جنايي پولیسو د معلوماتو له مخې، د غلا، فزیکي بریدونو او ځورونې په قضیو کې، له هر ۱۰۰ زره تورنو کسانو څخه ۱۶۸ تنه جرمنيان، ۱۲۹۱ سوریایان او ۱۲۱۸ افغانان دي.

د جرمني د اې اېف ډي ګووند غړي مارټین هېس په جرمونو کې جرمنیانو په پرتله د کډوالو شمېر زیاتوالي ته په غبرګون ویلي:«دا پایله د ناکامې کډوالۍ پالیسۍ محصول ده، چې څو لسیزې یې دوام وکړ.»

بل‌خوا، د برلین څارنوالۍ ویلي چې د مجرمو ډلو درې پر څلورمه برخه د جرمني تابعیت لري، خو ډېری دغه مجرمان له کډوالو سره تړاو لري او دا کړنې د کډوالو پر ځای د "جرمن" په کټګورۍ کې شمېرل کېږي.

نور خبرونه

رادیو