په پاکستان کې افغان کډوال وایي چې د جبري ایستنې له امله نه یوازې د هغوی کاروبارونه زیانمن شوي، بلکې د کورنیو د انتقال لپاره د موټرو کرایې څو برابره لوړې شوې دي، چې د ډېرو کورنیو له وس نه پورته دي.
پاکستان د افغان کډوالو د جبري اخراج پروسه چټکه کړې ده او زرګونه افغانان اړ شوي چې له خپلو کورنیو سره یوځای د بېرته تګ لارې ولټوي، خو د کډوالو په وینا، د انتقال لپاره د موټرو کرایې یو په درې لوړې شوې دي او خلک دومره وس نه لري چې دغه پیسې ورکړي.
په تورخم کې یو افغان اویاکلن سپين ږیری سید محمد چې مزار شریف ته یې کډه بار کړې، افغانستان انټرنشنل ته وویل: «کرایې جګې دي، شپږ لکه، نهه لکه، مزار شریف ته لس لکه، ټول غریبانان خلک دي، سپین زیږي مزدوري کوي، کرایې باید کمې شي، زه خپله مزدور یم، تر دې ځای خپله راغلي یو او هیڅ ډول همکاري راسره نه ده شوې».
کډوال ټینګار کوي چې که پاکستاني چارواکي غواړي د ایستنې بهیر په عملي توګه پرمخ ولاړ شي، باید افغان موټرو ته اجازه ورکړي چې د کډوالو کډې له پاکستان نه انتقال کړي.
په مانسهرې کې یو بل افغان کډوال حاجي ګلاب خان وویل: «دلته زموږ په خلکو پیسې دي او نه یې راکوي، برعکس په موږ چې د چا پیسې دي، کورونو ته مو هره ورځ ولاړ وي، دروازې راته وهي او غواړي یې رانه، زموږ غوښتنه داده چې دلته زموږ ستونزې اوارې شي او افغان موټرو ته اجازه ورکړل شي چې زموږ کډو وړلو پسې راشي.»
نوموړی وایي: «موږ په بد حالت کې یو، دلته راپسې حکومت راخیستې او راته وایي ژر ووځئ، زموږ له طالبانو خواست دی چې په ټوپک راغلي یاست او خبرې راسره په ټوپک کوئ، موږ چې په افغانستان کې خپلې ځمکې لرو او خپله مو اخیستي او تاسې مو نه ورپرېږدئ».
د مانسهرې یو بل افغان کډوال حضرت محمد افغانستان انټرنشنل سره خبرو کې وویل: «موږ ته قاطع ویل شوي چې نور امکان نه لري چې دلته پاتې شئ، خپله لاس په کار شئ او ځئ، ځکه موږ نه غواړو چې ستاسو بې عزتي وشي، خو مشکل دادی چې له دې ځای پخوا موټر دوه لکه کالدارې کرایه اخیسته او اوس اووه لکه کالدارې اخلي، دلته افغانان د اووه کله کالدارو سامان نه لري نو د کور وسایل وسوځوي؟»
په خیبرپښتونخوا کې د کډوالو د یووالي عالي شورا مشر بریالي میاخیل افغانستان انټرنشنل سره خبرو کې تایید کړه چې د موټرو کرایې څو برابره زیاتې شوې دي.
نوموړي وویل: «کرایې یو په درې زیاتې شوې دي، د خلکو وس نشته چې دومره کرایې ورکړي، دا خلک که ډېرې کرایې ورکړي نو مجبور هلته په سپین میدان پاتې شي، زموږ غوښتنه داده چې د افغانستان ګاډي راپرېږدي او د طالبانو حکومت ورته میکانیزم جوړ کړي او له دوی سره دې خبره وکړي چې کرایه په کیلومټر واخلي او که بله لار ورته ټاکي چې د کرایې په برخه کې انصاف وشي».
یاده دې وي چې پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د د ناقانونه بهرنیانو د ستنولو پلان (IFRP) اعلان کړ.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د دې پلان له اعلان وروسته تر ۲۰۲۵ پورې له پاکستان نه له یو میلیون زیات افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. په دغو کې شاوخوا ۸۷سلنه بې اسناد، ۹سلنه د PoR کارت لرونکي او ۴سلنه د افغان سیټیزن کارت لرونکي دي.
یوازې د ۲۰۲۵ د جنورۍ تر پایه، شاوخوا ۱۸۰زره افغانان په جبري ډول بېرته ستانه شوي، او د کډوالو نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د اپرېل په لومړیو دوو اونیو کې نږدې ۶۰زره کسان بېرته افغانستان ته تللي دي.