د ایران د خراسان رضوي مرستیال والي امیرالله شمقدري وایي، که څه هم د ایران په پوله د بېاسناده افغانانو تېرېدلو هڅې ګړندۍ شوې دي؛ خو دغه هېواد ته د هغو بېاسناده افغانانو تګ صفر ته رسېدلی، چې له ایران نه اېستل شوي دي.
د ایران اېراف خبري شبکې دوشنبه (د وږي ۲۴مه) لیکلي، ښاغلي شمقدري هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې له ایران نه اېستل شوي افغان کډوال بېرته دغه هېواد ته تللي دي.
هغه ویلي، که څه هم په پوله تر پخوا ګڼه ګوڼه ډېره شوې؛ خو د اېستل شویو افغانانو د ډلهییز راتګ مخه نیول شوې ده. شمقدري زیاته کړې:« پولې د کمرې، رادارونو او داسې نورو برېښنايي وسایلو او نوې ټېکنالوژۍ پر مټ څارل کېږي او دغه وسایلو په ناقانونه توګه له پولې څخه تېرېدل ناشونې کړي دي.»
هغه وایي، په ټوله پوله ګزمې کېږي؛ خو بیا هم که څوک د پيسو په بدل کې ایران ته ننوځي سمدلاسه پېژندل کېږي، بایمیټریک کېږي او بېرته اېستل کېږي.
د هغه په وینا:«دا لومړي ځل دی، چې پوله په بشپړ ډول کنټرولېږي او زموږ استخباراتي ډلې هم په دې څار کې شاملې دي.»
هغه وړاندې وایي، نور په ایران کې د بېاسناده افغانانو موده پای ته رسېدلې ده؛ که هغوی په خپله ولاړ نهشي د پولیسو لهخوا نیول کېږي او که څوک په کلیو کې پټ شوي وي، د کلي ملک مکلف دی چې هغوی حکومت ته معرفي کړي.