ایټالیا په لومړي ځل د کرېکټ ۲۰ اوره نړۍوال جام ته لاره پيدا کړه

۱۱ ساعتونه مخکې

که څه هم د ایټالیا د کرېکټ لوبډله نسبتا کمزورې بلل کېږي، خو دا لومړی ځل دی چې له اروپايي غوراوي سیالیو څخه د ۲۰ اوره نړۍوال جام ته د لارموندنې بریا ترلاسه کوي.

ایټاليا خپله وروستۍ لوبه له نیدرلنډ سره تر سره کړه، چې ماته یې وخوړه خو د لوبې پایله د دواړو لوبډلو لپاره ګټوره وه.

د ایټاليا او نیدرلنډ په لوبه کې ایټاليا لوبډلې ته په کار وه، چې درنه ماتې ونه خوري؛ خو د بهترینې لوبې له کبله وتوانېده چې د کرېکټ نړۍوال ۲۰ اوره سیاليو کې د تاريخي ګډون ځای تر لاسه کړي.

ايټاليا نیدرلنډ لوبډلې ته د ۱۳۵ منډو هدف وټاکه، خو مقابلې لوبډلې دغه هدف په ۱۶.۲ اور کې پوره کړ، چې له مخې يې دواړو لوبډلو نړۍوال جام ته لار پيدا کړه.

اسکاتلنډ لوبډلې چې تر دې وړاندې شپږ ځلې د کرېکټ شل اوره نړۍوال جام کې ګډون کړی و، دا ځل یې د ګډون فرصت له لاسه ورکړ.

د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام د هند او سریلانکا په ګډ کوربتوب تر سره کېږي، چې لا هم دغو سيالیو ته له افریقا، اسیا او ختيځي اسیا څخه د پنځو لوبډلو د غوراوي ځایونه خالي پاتې دي.

تراوسه دغو سیالیو ته کوربه هېوادونه سریلانکا او هېواد هند، افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلستان، سوېلي افریقا، امریکا، وېسټ انډيز، ایرلنډ، پاکستان، کاناډا، هالنډ او ايټاليا لوبډلو لاره موندلې ده.

نور خبرونه

رادیو