د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې د دغه ادارې مشرتابه له ترکمنستان هېواد څخه د ۵۰۰کېلو واټه برېښنا د لېږد پر تخنیکي برخو، د قراداد د مواردو او مسلکي مطالعاتو ارزونه کړې ده.
د پنجشنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۹مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې د یادې ادارې مشر عبدالباري عمر د چارو چټکتیا او تخنیکي ستونزو د ارزونې په برخه کې د قراردادي شرکت تر څنګ خپلو کارکوونکو ته سپارښتنې کړې دي.