ټرمپ وايي ښايي د روزي اوډانل تابعیت واخلي؛ حقوق‌پوهان دا کړنه غیرې قانوني بولي

۹ ساعتونه مخکې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شنبې په ورځ ویلي، چې دی د خپلې پخوانۍ منتقدې، فلمي ستورې او ټلویزیوني طنزیه ممثلې روزي اوډانل د امریکایي تابعیت د اخیستو په اړه "جدي فکر" کوي. دا اقدام د امریکا د اساسي قانون خلاف بلل شوی.

ټرمپ پر ټولنیزو رسنیو لیکلي:"دا چې روزي اوډانل زموږ د ستر هېواد په ګټه نه ده، نو زه دا موضوع جدي څېړم چې تابعیت یې واخلم."

ټرمپ زیاته کړې چې اوډانل د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې ایرلنډ ته کډه شوې او "که هغوی یې غواړي، نو هم هلته دې پاتې شي."

اوډانل او ټرمپ له کلونو راهیسې یو په بل سختې نیوکې کوي. وروستیو ورځو کې اوډانل پر ټولنیزو رسنیو د ټرمپ حکومت پر سیاستونو، په ځانګړې توګه د جمهوري غوښتونکو له خوا ملاتړ شوې لویې مالیاتي طرحې، سختې نیوکې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو