پوتین له ایران غواړي چې د یورانیمو بډاینه ودروي او له امریکا سره اټومي هوکړه وکړي

۷ ساعتونه مخکې

د "اکسیوس" خبري شبکې د شنبې په ورځ د باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ او ایراني چارواکو سره په خبرو کې ویلي چې دوی د داسې اټومي هوکړې ملاتړ کوي چې له مخې یې ایران ته د یورانیمو غني کولو اجازه نه وي.

بل پلو د ایران نیمه‌رسمي خبري اژانس "تسنیم" بیا د یوې "باخبره سرچینې" له قوله ویلي چې پوتین ایران ته دا ډول کوم پیغام نه‌دی استولی.

نور خبرونه

رادیو