د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس عبدالحی قانت وایي، قزاقستان پرېکړه کړې چې په نږدې راتلونکي کې به په استانه کې د طالبانو سفیر ومني او په کابل کې به د خپل ډېپلوماټیک حضور کچه د سفیر تر سطحې لوړه کړي.
قانت دا څرګندونې پر خپله اېکسپاڼه کړي او زیاتوي چې دا اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره مهم دی. هغه وايي، د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر له لوري خپل افغان سیال ته دا ډاډ ورکول په اوسني وخت کې د سیاسي اړیکو د نوي فصل د پیل مهم سګنال ګڼل کېږي.