د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وایي، چې د ۱۹۴ میلیونه ډالرو په لګښت د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید یوه طرحه چمتو شوې ده.
د دغه شرکت د پانګونې او همغږۍ رییس شریفالله شرفمل وایي، په دې پروژه کې نه یوازې د برېښنا تولید، بلکې سبسټېشن او ټرانسمیشن هم شامل دي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان تر دې دمه په وارېداتي برېښنا تکیه کړې ده خو طالبان وايي چې دوی هڅه کوي د لمریزې برېښنا په برخه کې پروژې تطبیق کړي.
د برېښنا شرکت زیاتوي، چې په کابل کې یې د ځینو سولري او لمریزو برېښنايي پروژو د پیل په برخه کې پرمختګ کړی او یو شمېر بهرنيو شرکتونو د دې پروژو لپاره د پانګونې چمتووالی ښودلی دی.