فلسطیني او اسرایيلي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې له غزې څخه د اسرایيلي ځواکونو د وتلو پر سر د اختلافونو له امله د اوربند خبرې له ځنډ او ستونزو سره مخ شوې دي.
یوې فلسطیني سرچینې ویلي، چې حماس د اسراییل د هغه وړاندیز مخالفت کړی، چې له مخې یې باید د غزې ۴۰ سلنه ځمکه د اسراییل تر کنټرول لاندې پاتې شي.
پر همدغه مهال د اسراییل دوو سرچینو ویلي، چې حماس غواړي اسراییل له جګړې وړاندې پخوانیو سیمو ته وګرځي او تر واک لاندې سیمې باید پریږدي.
سرچینو ویلي چې دا خبرې د امریکا په وړاندیز، د دوحې په پلازمېنه کې د روانو غیرمستقیمو مذاکراتو له لارې، د ۶۰ ورځني اوربند پر بنسټ روانې دي، خو دا مهال له مهمو خنډونو سره مخ شوې دي.