پاکستان یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د «ټي ټي پي» جنګیالیو پر وړاندې عملي اقدام وکړي

۱۵ ساعتونه مخکې

پاکستان له افغان طالبانو یو ځل بیا غوښتي، چې د تحریک طالبان پاکستان «ټي ټي پي» د هغو جنګیالیو پر وړاندې عملي ګامونه واخلي، چې ډیورنډ کرښې ته نږدې د افغانستان په خاوره کې مېشت دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان یوه ترکي خبري اژانس «اناډولو» ته ویلي، چې دا موضوع د روانې اوونۍ په اوږدو کې په اسلام‌اباد کې په یوه غونډه کې طالب چارواکو ته یاده شوې ده.

ویاند زیاته کړه: «دا یوه جدي موضوع ده چې موږ یې پرله‌پسې له طالب لوري سره شریکوو. د دې ستونزې دوام نه یوازې پاکستان، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې، سیمه‌ییز پرمختګ او د یووالي هڅې زیانمنوي.»

هغه هیله وښوده، چې افغان طالبان به ددې ګواښ جدي والی درک کړي او له پاکستان سره به په ګډه د امنیتي ننګونو د حل لپاره کار وکړي.

د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ د پاکستان پوځ ادعا وکړه چې لږ تر لږه ۳۰ مشکوک جنګیالي یې هغه مهال وژلي، چې د شمالي وزیرستان له لارې یې له ډېورنډ کرښې څخه د راوښتو هڅه کوله.

بلخوا، د جون په ۲۸مه هم د ځانمرګي برید له امله ۱۳ پاکستاني سرتېري ووژل شول، چې وروسته پوځ د۱۴ وسله والو د وژلو ادعا هم وکړه.

طالب چارواکو تر اوسه د پاکستان دغو وروستیو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو د طالبانو حکومت پخوا په بیا بیا دا رد کړې چې ګواکې د «ټي ټي پي» جنګیالي د افغانستان له خاورې بریدونه کوي.

دوی ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ ډلې له‌خوا د بل هېواد پر ضد ونه کارول شي.

خو پاکستان وایي، ثبوتونه لري چې د «ټي ټي پي» مشران په افغانستان کې مېشت دي او له هغه ځایه د بریدونو پلانونه جوړوي.

د یادولو وړ ده، چې د پاکستان دا غوښتنه د سیمه‌ییزو اندېښنو او امنیتي ننګونو سره تړاو لري، چې نه یوازې د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ اړیکې تر فشار لاندې راوستي، بلکې دا وضعیت د ټولې سیمې لپاره هم د ناامنۍ سبب ګرځېدلی دی.

نور خبرونه

رادیو