امرالله صالح: مولانا خانزیب د خپل مدني افکارو له امله ووژل شو

۲۱ ساعتونه مخکې

د پخواني جمهوري نظام مرستیال ولسمشر امر الله صالح د پښتون ملتپال سیاستوال مولانا خانزیب د وژل کېدو په غبرګون ویلي، چې مولانا خانزیب ځکه ووژل شو، چې غوښتل یې ازاد فکر له مذهبي افراطیت سره ګډ نه شي.

امر الله صالح زیاته کړې:«هر مولانا چې د مدني فکر خاوند وي، په نښه کېږي. مولانا خانزیب ځکه ووژل شو، چې غوښتل یې ازاد فکر له مذهبي افراطیت سره یو ځای نه شي. دا یو بشپړ پلان شوی پروګرام دی، چې اجازه نه ورکوي، دین د مدنیت او سوله‌ییز ګډ ژوند سره یو مسیر غوره کړي.»

نوموړي ویلي، چې قابیلي سیمي په تېرو سلو کلونو کې د ناامنۍ او بې ثباتۍ د یوې وسیلې په توګه کارول شوي دي او د افغانستان پر حالاتو یې هم ژور اغېز کړی دی.

صالح وايي، چې یو شمېر ملتپاله پښتانه هڅه کوي، چې له دې وضعیت څخه د خلاصون لار پیدا کړي، خو د دې لارو مخکښان هره شېبه د مرګ له خطر سره مخ دي.

نور خبرونه

رادیو