اصف علي زرداري له چک جمهوریت او اوکراین سره د سوداګرۍ د پراخېدو غوښتنه کړې ده

۱۴ ساعتونه مخکې

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د دغه هېواد او چک جمهوریت ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او خلکو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټينګار کړی.

نوموړي نن د پاکستان لپاره د چک جمهوریت او اوکراین له سفیرانو سره جلا-جلا لیدنې ترسره کړې دي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) د پاکستان لپاره د چک جمهوریت له نوي سفير شهریار اکبر خان سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او د خلکو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي.

زرداري چک جمهوریت په اروپا کې د پاکستان مهم ملګری ګڼلی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د پارلماني او کلتوري پلاوي پر تګ و راتګ هم ټينګار کړی.

د راپورونو له مخې، اصف علي زرداري په یوې جلا لیدنه کې د دغه هېواد لپاره د اوکراین له سفير جنرال کنور عدنان احمدخان سره په لیدنه کې ویلي، چې غواړی له اوکراین سره دوه اړخيزې همکارۍ زياتې کړي.

نوموړي د اوکراین له سفیره غوښتې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصاد، سوداګرۍ او کلتوري اړیکو په وده کې خپل رول ولوبوي.

نور خبرونه

رادیو