د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د دغه هېواد د سوداګرۍ پراختیا ادارې (TDAP) په همکارۍ لومړی ډیجیټلي سوداګرۍ پلټفارم پرانېست او موخه یې هم په سرحدونو او کرښو کې سوداګرۍ ته د ودې ورکول او همداراز د پاکستاني سوداګرو لپاره نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي اسانتیاو برابرول دي.
د پاکستان د لومړي وزیر د سوداګرۍ همغږي کوونکي راڼا احسان افضل د دغه پلټفارم د پرانېستنې پرمهال وویل، ډیجیټل سوداګریز دهلیزونه به له سیمهییزو صادروونکو او سوداګرۍ سره هم مرسته وکړي.
پاکستاني چارواکو په دې غونډه کې زیاته کړه، حکومت ژمن دی چې یو عصري او خوندي ډیجیټلي سوداګریز نظام رامنځته کړي څو ورسره له کوچني او منځنیو کاروبارونو ملاتړ وشي.
په ورته وخت کې د دغه هېواد کې د بهرنیو چارو وزارت یوې چارواکې امنه بلوڅ هم د اقتصادي ډیپلوماسۍ پر اهمیت له ټینګار سربېره په ډاګه کړه چې ډیجیټلي وسایل د نړیوال اقتصاد په برخه کې د پاکستان د فعال حضور لپاره اړین دي.