د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې یې د بهرنیو ډاکټرانو د شتون او فعالیتونو د تنظیم په تړاو یوه نوې کمېټه جوړه کړې ده. د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کمېټه به د بهرنیو ډاکټرانو تحصیلي او د اقامت سندونه څېړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کمېټه به د سرغړونې په صورت کې قانوني اقدامات کوي. هممهاله خبر ورکړل شوی، چې دغه کمېټې په کابل کې د ځینو هغو بهرنیو ډاکټرانو او روغتیایي مرکزونو په تړاو اقدامات کړي چې د فعالیت قانوني جوازونه یې نه لرل.
یاد وزارت وایي، تر هغې پورې چې دغو بهرنیو ډاکټرانو جوازونه نه وي اخیستي؛ په کابل او نورو ولایتونو کې د کار کولو اجازه نه لري.