جرمني وايي، د طالبانو د واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ښځو، نجونو او بشري حقونو وضعیت "په جدي توګه اندېښمنوونکی" دی، او ټینګار کوي چې له طالبانو سره یې اړیکې یوازې تخنیکي بڼه لري، نه سیاسي یا رسمي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر، یوهان واډېفول، ویلي چې برلین له طالبانو سره یوازې تخنیکي اړیکې لري او له دې پرته هېڅ ډول تعامل نه لري. هغه زیاته کړې چې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت به لا هم تر جدي څار لاندې وساتي.
واډېفول د اتریش په پلازمېنه وېنا کې وویل:"په افغانستان کې بشري وضعیت، د بشري حقونو حالت، او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی. موږ، د جرمني فدرالي حکومت په توګه، دا موضوعات به د طالبانو لهرژیم سره لا هم واضح کوو."
له دې وړاندې د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي و چې غواړي له طالبانو سره د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه مستقیم تړون وکړي چې له جرمني څخه ایستل کېږي.