قزاقستان له طالبانو سره د تورغونډۍ-هرات رېل پټلۍ هوکړه لاسلیک کړه

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۹

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر مراد نورتلیف د پنجشنبې په ورځ کابل ته د سفر پر مهال د تور غونډۍ ـ هرات اوسپنې پټلۍ پروژه کې د پانګونې په موخه له طالبانو سره د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړه لاسلیک کړه.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر مراد نورتلیف او د دې ډلې ترمنځ د تورغونډۍ ـ هرات اوسپنې پلټۍ پروژه کې د پانګونې لپاره د ۵۰۰ میلیون ډالرو هوکړه لاسلیک شوه.

ملا برادر د یاد هوکړه لیک لاسلیکولو پرمهال د افغانستان او قزاقستان اړیکې مثبتې بللې او وايي:«اسلامي امارت له قزاقستان سره د هغو همکاریو د پراخېدو لپاره کار کوي، چې د افغانستان د سوکالۍ او پرمختګ لامل ګرځي.»

ملا برادر ویلي، چې د دغه ټرانزیټې دهلیز په فعاله کېدو سره به قزاقستان وشي کولای، چې په اسانی سره خپل توکي سویلي اسیا ته ولېږدوي.

ملا برادر ویلي:« دواړه لوري کولی شي د کانونو، ترانسپورت، مخابراتو، انرژۍۍ تولید، نفت او ګار او بنسټیزو پروژو په برخه کې کار وکړي.»

یاد معاونیت د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر له قوله ویلي، چې قزاقستان چمتو دی د تور غونډۍ ـ هرات اوسپنې پټلۍ پروژه کې عملا د ۵۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت پانګونې د پیلېدو ترڅنګ، پر نړیوال سټیج هم له افغانستان څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.

نور خبرونه

رادیو